چارواکي: د طالبانو پر "سرې قطعې" د برید پر مهال نشهيي مواد نیول شوي
په هغه خبرپاڼه کې چې د کمانډو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لهخوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې د اووم کنډک کمانډو ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د سرې قطعې پر پټنځای باندې د برید پر مهال ۹۰ کیلو ګرامه چرس نيولي او بيا يې لهمنځه وړي دي.
په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو ۱۷ هغه کسان هم نیول شوي چې د نشهيي موادو د قاچاقي کاروانونو امنیت يې ساته.