مؤحد: ۷ ورځو کې د نشهيي موادو ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کیلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کیلو ګرامه تاریاکو، ۳۶۹ کیلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لېټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي.
ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخه یې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتل یې هند ته هیروئين قاچاق کړي.