کورنیو چارو وزارت: په یوه اوونۍ کې ۳۰۸ مخالفین وژل شوي
دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د هلمند، فراه، زابل، کندز، ارزګان او بدخشان په ګډون د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې همداراز ۱۴۶ وسلهوال ټپي شوي او ۴۲ نور نیول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.