سټولټنبرګ: ناټو په کلکه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده
ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.
سټولټنبرګ د دغو مرګونو حملو امله له افغانستان او د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي او یووالي څرګندولو ترڅنګ ويلي چې ناټو به د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د افغانانو ملاتړ او سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
د ناټو سرمنشي د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې د افغان ځواکونو هڅې او مېړانې ستایلي، خو په دې یې هم ټینګار کړی چې دا مهمه ده چې د پوځي هڅو د زیاتوالي ترڅنګ سولې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ هڅې دوه چنده شي.