روسيه کې د ناوالني په پلوي فعالانو د پوتین پر ضد غونډې وکړې
روسي فعالانو د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولادیمیر پوتین د احتمالي واکمنۍ پر ضد د ټول هېواد په کچه د ناوالني په پلوي اعتراضونه پیل کړي او د انتخاباتو د تحریم غوښتنه یې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د هغو اعتراضونو په وړاندې چې قوانین مات کړي، د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی.
پولیسو نن په مسکو کې د هغه ټلوېزېوني چینل سټوډیو بنده کړه چې د دې اعتراضونو په اړه راپورونه یې خپرول، خو د ناوالني پر یوټیوب چینل د هغو ژوندی جریان خپور شو.
پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې یا د ولسمشر او یا صدراعظم په توګه په روسیه کې واکمن دی او اوس هم دا خبره تقریباً یقیني ده چې د دې انتخاباتو ګټوونکی به هم دی وي.
ناوالني چې د فساد پر ضد یې مبارزه پیل کړې او چارواکو د مالي تورونو په خاطر د مارچ د ۱۸مې په انتخاباتو کې له ګډونه ممنوع اعلان کړی پر خلکو غږ کړی چې انتخابات تحریم کړي.