په بلخ کې د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ نښته شوې
په بلخ کې د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې د ولسي جرګې د غړي عباس ابراهیم زاده په ښارګوټي کې د نوموړي د ګاردانو او نامعلومو وسله والو ترمنځ نښته اوس هم روانه ده او دواړه خواوې پر پولیسو هم ډزې کوي.
د بلخ یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا نښته د ولسي جرګې د غړي عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي محمدعباس اخلاقي د غیرمسؤلو وسله والو ترمنځ شوې ده.
د دې نښتې د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نشته.