د امریکا یوې پوځي الوتکې په عراق کې ۷ تنه ووژل
سیمه ییز چارواکي وایي، لږ ترلږه ۱۱ نور په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن شنبه شوې ده.
دغه چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو کې امنیتي پرسونل او ملکیان دواړه شامل دي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دوو عراقي پوځي افسرانو له قوله ویلي چې د امریکا ځواکونو فکر کاوه چې هلته یاغیان راټول شوي دي.
دغو افسرانو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته خبرې کولې.
د عراق پوځ د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.