په چک جمهوريت کې د جمهوري رياست دوهم ځلي انتخابات پیل شوي
دغو انتخاباتو ته اروپا پلوه کانديد يژي دراهوش او برحال ولسمشر پخوانى کمونست ميلوش زيمان ولاړ دي.
په اروپايي ټولنه او د ناټو په غړو هېوادونو کې نظرپوښتنې ښيي چې د دواړو کانديدانو ترمنځ به سخته سيالي روانه وي.
دغه انتخابات به چې نن جمعه پيل شوي، سبا شنبه پر ځايي وخت ماسپښين دوه بجې پاى ته رسېږي.
د نظرپوښتنو له مخې، زيمان به ٤٥ اعشاريه پنځه فيصده او دراهوش به ٤٥ فيصده رأيې خپلې کړي.
۷۳ کلن زيمان د جمهوري رياست مقام ته چې تر ډېره تشريفاتي بڼه لري، په ٢٠١٣میلادي کال کې ورسېد.