د ګلان کمپ وزیرستاني کډوالو د نقیب محسود وژنه وغندله
د لاریون ویناوالو وویل چې په پاکستان کې د سیند او پنجاب د حکومتونو له خواد پښتنو پر وړاندې منظم سازش روان دی او یوازې په ۲۰۱۴ میلادي کال شااوخوا پنځه سوه محسود ځوانان د نقیب په شان د پلان شویو توطیو قرباني شوي دي.
دوی وویل چې په پاکستان کې دې د پښتنو پر وړاندې ظلم ختم شي او د سیند حکومت دې د نقیب په وژنه تورن پولیس چارواکي انوار ونیسي.
دوی همداشان پر نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو هم غږ وکړ چې د پښتنو پر وړاندې روان حالت ته دې چوپه خوله نه پاتې کېږي.
دوی خبرداری ورکوي چې که حکومت د پولیسو یو تن پخوانی مشر انور د عدالت کټارې ته حاضر نه کړي، نو دوی به اسلام اباد ته ځانونه ور ورسوي او نقیب محسود ته به حق غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیند حکومت له خوا د قضیې د پلټنې لپاره د ګمارل شوي پلاوي مشر ډاکټر ثناالله عباسي هم رسنیو سره په خبرو کې نقیب محسود بې ګناه بللی دی.
نقیب محسود د جنورۍ په ۳ مه تښتول شوی و او بیا یې مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې وموندل شو.
راو انور تور پورې کړی چې نقيب محسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلود او پولیسو سره په وسله واله نښته کې وژل شوی، خو وروسته د سیند پولیسو په خپلو پلټنو کې د هغه ادعاوې ناسمې وبللې.