کراچۍ احتجاج: د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار دې ونیول شي
په کراچۍ کې د نقیب مسود په نوم احتجاجي کيمپ نن په اوومه ورځ هم لګېدلی وو. احتجاجیان وايي تر هغو به ناست وي تر څو چې د نقيب مسود په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخوانی چارواکی راو انوار نه وي نيول شوی.