هند کې "پدماوتي" لانجمن فلم نندارې ته وړاندې کېږي
هغه هندي لانجمن فلم به چې د هندوانو غصه یې را پارولې نن نندارې ته وړاندې شې.
که څه هم د هند د بالیووډ د سینما د دغه فلم له ښودلو یو شمېر سینماګانو ډډه کړې خو په هغو کې چې ښودل کېږي، ورته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دغه فلم چې پدماوتي نومېږي او کیسه یې پر یوې هندۍ ملکې څرخي تُندروي هندوان یې په دې خاطر په غصه کړي چې دوی وایي، اصلي ملکه په فلم کې سمه نهده انځور شوې.
د هندوانو یو شمېر ډلو او هم د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمېر غړیو پر دغه فلم انتقاد کړی او د هغه ډایرکټر یې تورن کړی چې د راجپوټ هندي جنګیالۍ قبیلې د ملکي پدماوات د میین په توګه د مسلمانانو د واکمن علاوالدین خلجي په ښودلو سره یې تاریخ تحریف کړی دی.
د دغه فلم پروډیوسر بیا دغه ادعا رد کړې ده.
د هند د فلمونو د سانسورادارې د ډیسمبر په ۳۰مه په سینماګانو کې د دغه لانجمن فلم ښودلو ته اجازه ورکړه.