د سیالیو د ترتيب او د کلپونو د جواز اخیستلو یو روزنیز پروګرام پیل شو
د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز پروګرام کې د فیفا د نویو قوانینو او مقرراتو په اړه او دا چې ورزشي کلپونه څنګه کولای شي، نړیوالو او اسیايي لوبو ته لار پیدا کړي، روزنه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې نږدې ورځو کې به دغه روزنیز پروګرام په شمال او شمال ختیځ زون کې هم پیل شي.