د ۱۹ کلنو افغان ځوانانو کرکټ لوبډله سبا له نیوزیلند سره سیالي کوي
د کوارټر فاینل دا لوبه د افغانستان په وخت د شپې دوه بجې پیلېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي چهارشنبه راډیو ته وویل چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د دغې مهمې لوبې لپاره پوره چمتووالی او ښه مورال لري.