چارواکي: د هرات په ګلران کې د ماين چاودنې ٨ ملکيان وژلي
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان په يوه سراچه ډول موټر کې له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات پر لوري روان وو چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.
دی وايي:
"له بده مرغه د دغه ماين په چاودنه کې زموږ ٨ هېوادوال وژل شوي، يو تن سخت ټپي شوى دى. وژل شوي او ټپي کس ملکيان دي."
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
چا د دې حملې مسؤليت نه دى منلى.