الکوزی: پاکستان ته تلونکې تازه مېوه له تورخمه بېرته ته راستنه شوه
د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تورخم کې د تازه مېوو کانټینرونه بند وو او پاکستان د تلو اجازه نه ورکول کېده.
ښاغلی الکوزی وایي، اوس مهال پاکستان هغه هېواد ته د تازه او وچې مېوې د صادراتو په برخه کې یو پېچلی سیسټم جوړ کړی چې له مخې یې باید د مېوو د تېرو ۵ کلونو د تولید کیفیت او د روغتیايي خوندیتوب په اړه پوره معلومات موجود وي.
الکوزی زیاتوي چې له دې امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي او په کار ده چې افغان حکومت دغه ستونزه ژر تر ژر هواره او یا هم له هغه هېواد سره ورته چلند وکړي.