د ۱۹کلنو د کرکټ افغان لوبډله راتلونکې شنبه ایرلنډ سره مخ کېږي
د کرکټ د نړیوالې شورا ویبپاڼې د معلوماتو لهمخې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې چې له دې وړاندې یې پاکستان او سريلانکا ته ماتې ورکړي دغې سیالۍ ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی.
که څه هم افغانستان د نړیوال جام کوارټر فاینل یا اتو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي، خو د دې لوبې ګټلو اهمیت په دې کې دی چې افغانستان د خپل ګروپ د جدول په سر کې پاتې او په بله سیالۍ کې د ګروپ له دوهمې لوبډلې سره سیالي وکړي.