په کابل کې د ساحلي فوټبال لومړۍ ژمنی ټورنمنټ پیل شو
د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د «کابل کلپ» او «قرن ۲۱» لوبډلې ترمنځ لوبه وشوه چې دغه لوبه «۶/۳» په پایلې سره د کابل کلپ په ګټې پای ته ورسېده.
ښاغلی شاداب وايي، په دغو سیالیو کې د کابل د ساحلي فوټبال لیګ لس غوره لوبډلو ګډون کړی دی.
د ساحلي فوټبال د ژمینو سیالیو ټورنمنټ د روان میلادي کال د جنوري په ۱۷مه نېته پیل او اته ورځې دوام کوي.