کوسوو کې د صربیانو یو سیاستوال اولیور ایوانویچ وژل شوی
دغه پېښه د میترویڅه په ښار کې رامنځته شوې ده.
د هغه مدافع وکیل د ازادي راډيو د بالکان څانګې ته وویل چې ایوانویچ د ټپونو له امله ساه ورکړه.
ایوانویچ د ډموکراسۍ، عدالت او ازادۍ په نوم د یوې مدني ټولنې مشر و چې غړو یې د ۲۰۱۷ کال د کوسوو په سیمهییزو انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي وو.