مسوؤلین: غزني کې ناپېژاندو وسله والو له ۲ ملکيانو مرۍ پرې کړي
د دغه ولایت د ملکې روغتون مسؤلین وايي، نن دوشنبه سهار پولیسو ورته ۲ جسدونه راوړي چې د چړې په واسطه يې مرۍ پرې شوې او وژل شوي دي.
د ملکې روغتون مسؤل بازمحمد نن دوشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان دواړه ځوانان دي او د غزني ښار له څنډو ورته پولیسو وروړي دي.
نوموړی وايي، دغه وژل شوي کسان ملکیان دي او په کومې ډلې پورې تړاو نه لري.
د دغه ولایت امنیتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې پړه تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.