د ایران قضائیه قوه: پر مظاهرو تورن ۴۰۰ کسان لا هم په توقیف کې دي
په ايران کې دغه مظاهرې د ډسمبر د مياشتې پر ۲۸مې پيل شوې وې.
د قضائيه قوې وياند غلام حسين محسني اژه ای وويل، له دې ډلې ٥٥ کسان په تهران کې ساتل کېدل.
نوموړي وويل، نن او پرون د ځينو توقيف شويو کسانو تر خوشې کېدو وروسته دا په توقيف کې د پاتې کسانو شمېر دى.
خو تر دې مخکې د ايران يوه اصلاح پلوه وکيل محمود صادقي ويلي وو چې د اعتراضونو پر مهال شااوخوا ٣٧٠٠ کسان نيول شوي دي.
دغه مظاهرې د بيو د لوړېدو او د اداري فساد په اعتراض پيل شوې، خو ځينو مظاهره چيانو د اعتراضونو پر مهال په ايران کې د اخوندي رژيم د نسکورېدو غوښتنه کوله.