غوربندی: په غور کې يوه پوليس خپل يو همکار وژلى
د غور چارواکي وايي، دغه پېښه نن تر غرمې مخکې د مرکز فېروزکوه په شمال کې د شاه تېغ په امنيتي پوسته کې شوې ده.
د امن او عامه نظم د کنډک درستيزوال عبدالرب غوربندي په غور کې د ازادي راډيو خبريال ته وويل، د دې پېښې علت تر اوسه نه دى روښانه.
د هغه په خبره هغه پوليس چې دغه ډزې يې کړي، نيول شوى دى.