کندهار کې یوه تن چې غوښتل یې هند ته نشهيي توکي قاچاق کړي، ونیول شو
د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین یې په خپلو بوټونو کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو لهخوا ونیول شو.
دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشهیي مواد بهر ته قاچاق کول.