د کرنې وزارت: پر ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره ۱۱ زره باغچې وېشل شوي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، بزګرې ښځې کولای شي چې په ژمي کې په دغو باغچو کې سبزي وکري او په مناسبه بېه یې وپلوري.
د نوموړي په خبره، د دغو باغچو له جوړولو هدف د خوړو خوندیتوب او د کورنيو اقتصادي پیاوړتیا ده.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د روان لمرېز کال تر پاېه ۲۸ زره نورې کورنۍ باغچې هم پر افغان بزګرو ښځو ووېشي.