د اذربایجان یوې محکمې یو خبریال په ۶کاله بند محکوم کړ
د بالاکان سیمې محکمې افقان مختار لې وروسته تر هغې مجرم وپېژنده چې هغه وویل ولسمشر الهام علی یف موږ نشي غلي کولی.
د بشري حقونو ډلو او لوېدیځو حکومتونو د محکمې پرېکړه غندلې ده او هغه يې د اذربایجان د حکومت لخوا د هغو کسانو د غلي کولو او ځپلو د لړۍ برخه بللې ده چې په دې هېواد کې د اختلاس او فساد پر ضد غږ پورته کوي.
افقان مختار لې په ۲۰۱۵ کال کې له خپلې مېرمن سره ګورجستان ته وتښتېد خو یوه ورځ وروسته تر هغې چې په ۲۰۱۷ کال کې هغه په ګورجستان کې لادرکه شو ،اذربایجاني مقاماتو وویل دغه خبریال په باکو کې زنداني دی.
د نوموړي مدافع وکیل ویلي موکل يې د سیاسې انګېزو له امله مجرم پېژندل شوی دی.