د امریکا او قزاقستان ولسمشران د افغانستان په اړه غږېږي
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل ډونالډ ټرمپ او نور سلطان نظر بایف به په افغانستان کې د روان وضعیت او د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو په اړه په خپلو کې وغږېږې.
راپورونه وايي، که څه هم د امریکا او قزاقستان ولسمشران به پر سیاسي ،امنیتي، او اقتصادي مسئلو خبرې وکړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا اصلي موضوع افغانستان دی.
قزاقستان دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشري پر غاړه لري.