د ایران او عراق پولي ته نېژدې د زلزلې سپک ټکانونه احساس شوي
راپورونه وايي، د زلزلې ډېر ټکانونه په هغه سیمه کې وو چې د نوومبر په میاشت کې په کې یوې سختې زلزلې تر ۵۳۰ کسانو زیات وژلي وو.
د ایران دولتي ټلوېزېون ویلي چې د زلزلې په پرونیو ټکانونو کې د څلور کسانو د سرسري ټپي کېدو او په کمې اندازه د ورانۍ راپورونه ورکړل شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز ویلي، د زلزلې له ټکانونو اوو ټکانونو د عراق د منادعلي ښار لړزولی دی.
دا د ایران او عراق پر پوله پروت ښار دی. د زلزلې بل ټکان د ایران د مهران سیمه لړزولی چې له منادعلي جنوب خوا ته په ۹۰ کیلومترۍ کې پروت دی.