غني: ٣۴ دولتي ادارې به د دارالامان سيمې ته ولېږدول شي
محمد اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې وکړه.
ولسمشر وويل، دا کار کولاى شي په کابل کې د ګڼه ګوڼې اندازه کمه کړي.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر غني په دې غونډه کې وويل، د کابل اوسېدونکو د ټرافيکي ستونزو د حل لپاره د ځينو عملي پروګرامونو غوښتنه کړې ده.