د کرنې او مالدارۍ وزارت: د زعفرانو حاصلات له ۶ نه ۸ ټنو ته لوړ شوي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې د زعفرانو حاصلات له شپږ ټنو نه اتو ټنو ته لوړ شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان زعفران دا وخت بېلابېلو هېوادونو، خو ډېر متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
ښاغلی رستمي وايي، د افغانستان کرنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي لمریز کال کې د زعفرانو پیاز د ۳۴ ولایتونو په بزګرانو ووېشي.
دا په داسې حال کې ده چې دا وخت په هېواد کې ډېر زعفران په هرات، فاریاب، سمنګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې کرل کېږي.