نایبي: په دایکنډي کې د حزب وحدت او حزب حرکت پلویانو نښته کړې
د دایکنډي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سنګ تخت ولسوالۍ کې د حزب حرکت او حزب وحدت ترمنځ وسله واله نښته شوې چي پرمهال يې درې تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
د دایکنډي د ولایتي شورا مرستیال سبحان نایبي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د حزبونو ترمنځ دغه نښته په سیمه کې د واک پر سر رامنځته شوې چې پرمهال يي د حزب حرکت ۲ تنه او د حزب وحدت یو تن وژل شوی او یو بل تن يې ټپي شوی دی.
نوموړی وايي چې دغه دوه حزبونه د هېواد له مرکز څخه د لوړپوړو چارواکو
لخوا حمایه کېږي او کنټرول يې د ولایتي ادارې تر توان پورته خبره ده.
ښاغلي نایبي دغه راز وویل چې یاد حزبونه دغلته له تېرو شپږو کلنو راهیسې
د واک پرسر له یو بل سره ستونزې لري.
دغه نښتې د تېرو درېیو ورځو راپدېخوا روانې دي چې تر دې مهاله سیمې ته هېڅ
امنیتي ځواک هم نه دی ورغلي او د دواړو حزبونو پلویان د یو بل په وړاندې
په مورچلو کې ناست دي.
د دغه ولایت والي محمود بلیغ هم د پېښې پخلی کوي خو د نورو جزئیاتو له
ورکولو ډډه کوي.
تر دا مهاله حزب حرکت او حزب وحدت په دې اړه څه نه دي ویلي.