۴ تنه د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د لوړپوړو افسرانو په توګه معرفي کېږي
تمه ده چې نن څلور تنه په رسمي ډول د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د کمانډو د جګپوړو افسرانو په توګه معرفي شي.
د دغو ځواکونو د رسنیو مسؤل ډګرمن عبدالقیوم نورستاني ازادي راډیو ته وویل:
"د قول اردو د ارکان د رئیس په توګه نبيالله میرزایي، د قول اردو د مرستیال په توګه ښاغلی حیدر، د قول اردو د اوپراسیون د مدیر په توګه ذبیحالله او د دې قول اردو د مادي برخې د مرستیال په توګه به منصور احمد معرفي شي."
د نورستاني په وینا په دې مناسبت به د کابل په ریشخور سیمه کې ځانګړي مراسم ترسره شي.
افغانستان د اوس لپاره ۱۷ زره کمانډو لري چې افغان او امریکایي چارواکي وایي، په سیمه کې یې ساری نهشته.
د افغانستان ولسمشر تېر میلادي کال امر وکړ چې دغه ځواکونه دې له فرقې د قول اردو کچې ته زیات شي.
اشرف غني ویلي دي چې د کمانډو ځواکونو شمېر به تر ۲۰۱۹ کال پورې دوه برابره شي.