قیمتي: په ارزګان کې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي
په ارزګان ولایت کې چارواکي وايي چې د پوځ په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۷ تنه طالب وسلهوال وژل شوي.
په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان رحمتشاه قیمتي ازادي راډیو ته وویل د ارزګان د مرکز ترینکوټ په ختیځه برخه کې پرون ناوخته په ځمکنیو عملیاتو سربېره هوايي بریدونه شوي او طالبانو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
ښاغلی قیمتي زیاتوي:
"بریدونه په کفترخانۍ او هزارګۍ کې شوي دي، د دښمن اووه کسان مړه او درې تنهیې ټپیان دي. قوماندانانیې هم پهکې شته، خو اوس لا کشفي راپورونه نهدي راغلي، خو یو قوماندانیې پهکې دی. موږ تقریباً ۵۰۰ متره مخکې تللي یو."
افغان پوځ وايي د ترینکوټ په ختیځ لور کې د طالبانو د لهمنځه وړلو لپاره له ۲۰ ورځو راهیسې عملیات روان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پورې چې افغان پوځ وايي طالبانو تهیې مرګ ژوبله اړولې څه غبرګون نهدی ښودلی.