په ارزګان کې هوايي برید ۶ وسلهوال طالبان وژلي
د ارزګان ولایت سیمهییز امنتي چارواکي وايي یاد بریدونه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د "څا اډې" سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر يوه موټر او موټر سایکل شوي چې په نتيجه کې يې د وسلهوالو طالبانو د کمربند د مسؤل په ګډون ۶ تنه طالب وسلهوال وژل شوي.
د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري وایي، په دغه برید کې د وسلهوالو طالبانو یو شمېر سپکې وسلې هم لهمنځه تللې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې ۴۰ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.