دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۱وسله وال مخالفین وژل شوي
دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٧ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
د اعلاميې په حواله په وژل شويو کې د داعش ډلې ٨ غړي او ٢ تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
اعلاميه وايي دغه ګډ پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، ميدان وردګ، پکتيکا، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، فارياب او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د دغو عملياتو په اړه د دولت کومې مخالفې ډلې تبصره نه ده کړې.