د کندهار په میوند کې په خپلمنځي نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د میوند ولسوالۍ په نوکروالۍ کې د پولیسو یوه افسر تر لفظي شخړې وروسته پرخپلو ملګرو ډزې کړي چې په پېښه کې دوه پولیس او یو د ملي اردو تر سرتېری وژل شوي او د ملي اردو یو بل سرتېري ټپي شوي دی.
د دراني په وینا تر پېښې وروسته خپله حمله کوونکي پر ځان ډزي کړي او وژل شو دی.
درانی د پېښې علت د امنیتي ځواکونو تر منځ لفظي شخړه یادوي.