د اسیرو اوکرایني سرتېرو یوه ډله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ننوتله
د اوکراين د هرو مادسکي ټلوېزيون د راپور له مخې درې موټر چې ١٦ اوکرايني سرتېري پهکې سپاره وو، هورليفکا ته نږدې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې له سيمې څخه نن د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته داخل شول.
دا د حکومت د ۷۴ نيول شويو پوځيانو ډله ده چې پام کې ده، د ٣٠٦ بنديانو په بدل کې چې د اوکرايني ځواکونو په ولکه کې دي، تبادله شي.
د اوکراين د پارلمان اولې مرستيالې ارېنا هيراش چينکو تأیيد کړه چې د سره صليب نړيوالې کمېټې استازو نن دغه سرتېري ليدلي دي.
په دونيڅک کې د بېلتون غوښتونکو رهبر الکساندر زخارچينکو ويلي، دغه تبادله د بنديانو د نورو احتمالي تبادلو اول پړاو دى.