د ازبکستان یو ښاروال د سپکاوي په تور نقدي جریمه شو
دا په ازبکستان کې يوه بېسابقه محاکمه ګڼل کېږي.
د لوى څارنوال دفتر وويل، ځايي محکمې پرون دلمراد رحمتالله يف د خلکو د سپکاوي په تور تقريباً ٦۴٠ ډالره جريمه کړ.
تر ډېره ګومان کېږي دا به په ١٩٩١ میلادي کال کې د ازبکستان تر خپلواکۍ وروسته لومړۍ داسې سزا وي.