په سمنګان کې د سکرو د کان ۵ کیندونکي وژل شوي
د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه په دره صوف سيمه کې شوې ده.
د ښاغلي غزيزي په وينا، په چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي او يو کان کيندونکی ورک دی.
د سمنګان چارواکي پر زورواکو او ځايي اوسېدونکو تور پورې کوي چې په خپل سر د سکرو کانونه کيندي.