په خوست کې د جنايي جرمونو په تور یوه ۶کسیزه ډله نیول شوې
نن د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۵» د خوست نوي ټاکل شوي سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال داوود امین ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي ۶ کسان یوه خطرناکه ډله وه چې په خوست کې د وژنو، سړي تښتونو او وسله والو غلاوو ډېرې پېښې دوی ترسره کولې.
ښاغلی امین زیاتوي، یاده ډله د لکڼو په سیمه کې د سرتېرو سره تر یو ساعته وسله والې نښتې وروسته نیول شوې او پولیسو ته يې په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.