مطفي: سږکال د کانونو او پټرولیم وزارت عواید ۲۸ سلنه زیات شوي
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سږکال د عوایدو کچه ۶ میلیارده افغانیو ته رسېدلې چې تېر کال دا رقم څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ و .
ښاغلی مطفي وايي، دوی په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د مرکز او ولایتونو له عایداتي سرچینو ۹۸۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې وې چې سږکال دغه رقم ۱،۷۷ میلیارده افغانیو ته لوړ شوی او ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عواید یې د هېواد په کچه له اړوندو عایداتي سرچینو او تصدیو لاسته راوړي.