په غور کې ښځو ته د غواګانو د ساتنې یو فارم جوړ شو
د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارم د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د څه باندې ۱۶ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړ شوی دی.
ښاغلي تایب د غواګانو د ساتنې د فارم ترڅنګ د لبنیاتو د پروسس او خرڅلاو د یوه مرکز د جوړېدو خبره هم کوي