ایران: تهران کې زلزلې یوه ښځه وژلې او ۱۰۰ کسان یې ټپیان کړي
د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه پنځه اعشاریه دوه ښودل شوې ده.
د دولتي رسنیو د راپور له مخې د زلزلې مرکز د ملارد ښارګوټی او مشکین دشت کې وو، خو زیاتوي چې ټکانونه یې په البرز، قزوین، قم، ګیلان او مرکزي ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
ایران د ځمکې پر هغو لویو درزونو موقعیت لري چې له کبله یې وخت ناوخته ویجاړوونکي زلزلې کېږي.
تېره میاشت هم ۷،۳ درجې زلزلې د ایران په لویدیځ کې څه باندې ۶۰۰ کسان ووژل.
په پلازمېنه تهران او شاوخوا سیمو کې خلک د تېرې شپې زلزلې وارخطا کړي وو او له خپلو کورونو څخه وتلي او د نورو ټکانونو له ویرې لسګونه زره کسانو پر سړکونو او پارکونو کې سړه شپه تېره کړه.
په تهران، البرز او قم ولایتونو کې ښونځي، پوهنتونونه او دولتي ادارې نن تړلي دي.