بند امیر کرکټ لوبډلې سپینغر ته د ۷۴۷ منډو هدف ټاکلی
د بندامیر لوبډلې څخه یونس احمدزي ۲۱۰ ناسوځیدلی، حشمت الله شهیدي ۱۶۳، محمد سردار ۹۴ او عثمان غني له نورو ډېرې ۷۳ منډې جوړې کړې.
سپینغر لوبډلې د لوبې درېیمې ورځې پیل کمزوری وکړ، تر دې چې په ۱۹۶ منډو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
که سپینغر د څلورمې ورځې تر پایه پاتې ۵۶۱ منډې پوره نهکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، نو د احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي به بند امیر وګټي.
دا څلور ورځنۍ سیالۍ د تېرو دوه میاشتو راهیسې د پنځو زونونو تر منځ په کابل، ننګرهار او خوست کې پیل شوې وې.