میمنت حسیني چاووشي په ایران کي نیول شوی دی
ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې د اسټرالیا د یوه علمي مرکز غړی میمنت حسیني چاووشي په ایراني ادارو کې د نفوذ د هڅې په تور نیول شوی دی.
ایرنا خبري اژانس ویلي چې چاووشي د ایران او استرالیا دوه ګونی تابعیت لري.
دی چې د استرالیا د مېلبورن پوهنتون د نفوسو او نړیوالې روغتیا د پوهنځي کارکوونکی دی له ایرانه د وتلو پر مهال نیول شوی.
تردې مخکې هم د ورته ځینو نورو کسانو د نیولو خبر ورکړل شوی و.
د ایران یوې ورځپاڼې کیهان ویلي، دا کسان د احصایوي معلوماتو ټولولو سره حساس مسایل د ایران له دښمنانو سره شریکوي.
د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه اي په همدې اړوند پرون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د یوه کس د نیولو خبره تأییدوي او پاتې درې تر څلورو کسان تر تعقیب لاندې دي.
د استرالیا د مېلبورن پوهنتون یوه ویاند په ایران کې د میمنت حسیني چاووشي نیول کېدل د اندېښنې وړ بللي.