د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې چاودنې ۲ پولیس ټپيان کړي
په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې چاودنې دوه پولیس ټپيان کړي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د سې شنبې په ورځ شااوخوا ۱۱ بجې د سره رود ولسوالۍ د شمشپور سیمه کې د پولیسو پر رنجر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې په پایله کې دوه پولیس زخميان شوي دي.
خوګياڼی وايي، د زخميانو ټپونه نازک دي او اوسمهال روغتون ته انتقال شوي دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.