چارواکي: د بادغیس په جوَند ولسوالۍ کې ٦ وسلهوال طالبان وژل شوي
د افغانستان په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو چارواکي وايي، په وسلهواله جګړه کې ٦ وسلهوال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د دې قول اردو مرستيال وياند تورن محمد ياسين حيدري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل، وسلهوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه وروسته له هغې واوښته چې اول دوى د بادغیس ولایت په جوَند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړه.
هغه زياته کړه:
"تر څو ساعته جګړې وروسته شپږ وسلهوال طالبان وژل شوي او د بشري منبعې د يوه راپور له مخې، ١٥ تنه نور يې سخت ټپيان شوي دي."
د ښاغلي حيدري په خبره، په دې نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى او بل تن ټپي شوى دى.
وسلهوالو طالبانو په بادغيس کې د دې شوې جګړې په اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.