د کابل په کچه د بایسکل ځغلونې مسلکي سیالۍ ترسره کېږي
![د کابل په کچه د بایسکل ځغلونې مسلکي سیالۍ ترسره کېږي](https://gdb.rferl.org/9FD1F77A-496E-4A7A-9673-7F4ED090CDB3_w800_h450.jpg)
د کابل د بایسکل ځغلونې فدراسیون وايي، د لومړي ځل لپاره د کابل په کچه د بایسکل ځغلونې مسلکي سیالۍ ترسره کوي.
د یاد فدارسیون یوه مسؤل او روزونکي ایمل نبيزاده نن ازادي راډیوته وویل، ټاکل شوې چې پهدغو سیالیو کې له کابله له سلو ډېر بایسکل ځغلوونکي ګډون وکړي.
دی وايي، دا سیالۍ د جمعې په ورځ په پلان کې دي او د کابل نندارې څخه تر سرای شمالي پورې به ترسره شي.
د ښاغلي نبيزاده په وینا د بایسکل ځغلونې پهدې پړاو سیالیو کې د عمومي واټونو او فري سټایل لوبغاړي ګډون کوي.