د ګرجستان پخوانی صدراعظم له زندانه روغتون ته ولېږدول شو
![د ګرجستان پخوانی صدراعظم له زندانه روغتون ته ولېږدول شو](https://gdb.rferl.org/87432036-1435-4B7B-AD9F-CA3A33EF7A1D_cx0_cy85_cw0_w800_h450.jpg)
د ګرجستان پخوانی صدراعظم وانو میرابیشویلي د ناروغۍ له امله له ملکي زندانه روغتون ته ولېږدول شو.
هغه د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.
د ګرجستان پخوانی صدراعظم په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې، د پارلمان د یوه وکیل د وهلو د حکم کولو په جرم په شپږنیم کاله زندان محکوم شوی و.
د هغه مدافع وکیل، سټيفن تومانیشویلي نن، سې شنبه د اکټوبر۲مه، وویل چې د میرابیشویلي روغتیايي حالت ښه نه دی او په وروستیو دوو میاشتوکې له زندانه تر روغتونه په تګ راتګ کې دی.
دا نه ده څرګنده شوې چې وانو میرابیشویلي کومه ناروغي لري.