په جاپان کې د روانو طوفانونو له کبله شپږ کسان وژل شوي
په جاپان کې د یو شدید طوفان وروسته، د دې هېواد حکومت له خطر سره مخ سیمو کې تر یو میلیون زیاتو کسانو ته امر کړی چې خپل کورونه دې خوشې کړي.
د راپورونو له مخې، د جاپان په لوېدیځ کې تر دې مهاله د روانو طوفانونو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د جاپان د هوا پېژندنې د ادارې چارواکي وايي، په تېرو ۲۵ کلونو کې داسې طوفان چې دومره زیات باران او سېلابونه ورسره ملګري وي نهو راغلی.
راپورونه وايي چې د جاپان په ډېرو لوېدیځو سیمو کې د برښنا بهیر پرچاو شوی او زرګونه کورونه او موټر په اوبو کې ډوب شوي دي.
د جاپان د هوايي چلند اداره هم اړ شوې چې د دې هېواد لوېدیځو سیمو ته الوتنې وځنډوي.
جاپان سږ کال په اوړي کې له حد زیاتې ګرمۍ او ورپسې شدیدو بارانونو سره مخ شو چې په نتیجه کې یې سلګونه کسانو ساه ورکړه.