جمهور رئیس غنی : د ولسمشرۍ انتخاباتو نیټه و ټاکل شي
افغان ولسمشر د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه دي ژر تر ژره اعلان کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تیر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې ولسمشر دا خبره د یکشنبه په مازدیګر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له استازو سره په هغه غونډه کې مطرح کړه چې د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی ، د اروپایې اتحادیې استازی او د یو شمیر مرسته کوونکو هیوادونو سفیران هم حاضر ول.
« د ملي وحدت حکومت مشرتابه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه څو غوښتنې درلودې. یوه یې دا وه چې د نوم لیکني د پروسې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د ګوندونو ، مدني ټولني او نړیوالو همکارانو د څارني لپاره زمینه برابره شي. دوهمه غوښتنه دا چې له کمیسیون څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ ټینګار کړی چې په انتخاباتو کې د حکومتي کارکوونکو په ګډون د هرچا مداخله جرم بلل کیږي او حکومت به پدې بهیر کې د دولتي کارکوونکو د مداخلې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دنده په رسمي ډول د راتلونکي هجري لمریز کال د جوزا / غبرګولي پر لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.
تر دې وړاندي د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره د روانو کارونو تر څنګ راتلونکې ولسمشرۍ انتخاباتوته هم آماده ګي لري او ددوی په خبره تخنیکي چاري یې له وړاندي پیل شوي دي.
دغه کمیسیون ویلي وو چې په پام کې لري ولسمشرۍ انتخابات دراتلونکي کال په حمل میاشت کې ترسره کړي .