د جوزجان په درزاب کې داعشیانو یو ماشوم وژلی
د داعش ډلې وسلهوالو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې یو ماشوم له دې کبله وژلی چې دولتي سرتېرو تهیې خواړه وړل.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي ازادي راډیو ته وویل چې داعشیانو د رحیمداد په نوم ۱۴ کلن ماشوم یوه میاشت په بند کې ساتلی و، او وړمه شپهیې په بېرحمۍ وواژه.
ښاغلي خاشي زیاته کړه چې رحیمداد خپل اوخښي ته چې له سیمهییزو پولیسو سره دی، اوبه او خواړه رسول:
"یو ۱۴ کلن ماشوم خپل اوخښي ته چې سیمهییز پولیس و، ډوډۍ یا اوبه وړلې خو بالاخره داعشیانو دی په ډېرې بېرحمۍ سره وواژه."
درزاب د جوزجان له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغان ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ سختې جګړې پهکې شوې دي.
ویل کېږي چې اوسمهال له دې ولسوالیو څخه ۱۰ زره کورنۍ چې ماشومان هم پهکې دي بېځایه شوي دي.